World News in Pashto

د ۱۵۰ منتظرو کډوالو په اړه پر اروپایي ټولنې د ملګرو ملتونو غږ!

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پر اروپايي ټولنې غږ کړی دی چې د هغو ۱۵۰ کډوالو مسؤلیت دې واخلي چې د ایټالیا د ساحل ساتونکو په یو کښتۍ کې منتظر دي.


دې ادارې له ایټالوي چارواکو غوښتي چې سمدستي دې ۱۵۰ تنو کډوالو ته له کښتۍ د ښکته کېدو اجازه ورکړي.


د ملګرو ملتونو د کډوالو کميشنر فیلیپو ګرانډي ویلي، نور د دې وخت دی چې د اروپايي ټولنې هېوادونه وړاندې وروسته کېدل پای ته ورسوي او د دې نتیجه را وباسي چې لږ تر لږه څوک د هغو خلکو مسؤلیت اخلي چې په سمندر کې ژغورل شوي دي.


ګرانډي په یو بیان زیاته کړې:


"دا خطرناک او غیر اخلاقي کار دی چې پناه غوښتونکو کډوالو ژوند په خطر کې واچول شي او هېوادونه د اوږدې مودې هواري موندلو پر مسئله سیاسي ناندریو ته دوام ورکوي."


دا یونیم سل تنه کډوال د اګست له شلمې نېټې څخه د ایټالیا د ساحلي ساتونکو په هغه بېړۍ کې دي چې د کاتانیا سیمه کې یې لنګر اچولی.


د ایټالیا حکومت وايي، تر هغې چې نورو اروپايي هېوادونو د دې کډوالو د قبلولو مسؤلیت نه وي منلی، اجازه به ورنه کړي چې له کښتۍ ښکته شي.

Читайте на сайте