World News in Pashto

په هلمند کې د بېوزلو ښځو لپاره د چرګانو ۵۰۰ فارمونه جوړېږي

د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست په پام کې لري چې د بېوزلو ښځو لپاره د چرګانو د ساتنې ۵۰۰ فارمونه جوړ کړي.


د دغې ریاست د پروګرامونو د همغږۍ مسؤل سید رفیع الله قلم نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، هر فارم به د ۳۰ چرګانو د ساتلو ظرفیت ولري.


د نوموړي په خبره، دغه شان به هرې کورنۍ ته ۳۰۰ کیلو ګرامه د جرګانو دانه یا لازم خوراکي مواد هم ووېشل شي.


سرچینه زیاتوي چې دا فارمونه د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف، د هملند په مرکز او نهر سراج ولسوالیو کې جوړېږي.


د ښاغلي قلم په خبره، د دغو فارمونو ۶۰ فیصده کار بشپړ شوی او په نېږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


 

Читайте на сайте