World News in Pashto

جرمني کې ایښودل شوې د اردوغان مجسمه لیرې کړای شوه

د جرمني په یوه هنري نندارتون کې ایښودل شوې د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان طلايي مجسمه لیرې کړای شوه.


چارواکو ویلي دي چې دا مجسمه د ګواښ په یوې سرچینې بدله شوې وه.


د دې نندارتون تنظیموونکو د اګسټ په ۲۷مه نېټه دا ۴ متره لوړه مجسمه درولې وه.


چارواکو ویلي دي چې خلکو د دې مجسمې په خوا کې د اردوغان په پلوۍ او د هغه په مخالفت کې ویناوې کولې.


پولیسو ویلي چې دوی نه‌شي کولای دغلته د خلکو امنیت وساتي او همدې ته په پام د اطفائيې مأمورانو سهار وختي دا مجسمه لیرې کړه.


 

Читайте на сайте