World News in Pashto

افغانستان به دیر ژر اروپا ته خپل تجارتي مالونه صادر کړي

افغانستان به په نزدې راتلونکې کې د لومړي ځل لپاره د ازربایجان له لارې اروپا ته خپل تجارتي مالونه صادر کړي.


 


د افغانستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې مشر عبد القادر بهمن د ازربایجان خبري رسنیو ته ویلي دي چې په دې سوداګریځو اموالو کې به قالینې،زعفران،طبي بوټي، او نور مواد شامل وي.


د ازربایجان ټرینډ خبري اژانس ویلي دي چې اروپا ته د افغانستان د صادراتو دا لومړنۍ محموله به د ترکمنستان ،ازربایجان ،ګورجستان او بیا د ترکيې له لارې د ریل او لاریو پواسطه اروپا ته ورسیږي.

Читайте на сайте