World News in Pashto

پر پکتیا د طالبانو د احتمالي برید شایعاتو سوداګریزې چارې ټکنۍ کړي

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې په ګردېز ښار باندې د وسله والو د احتمالي حملې شایعاتو د دغه ولایت اقتصاد وضیعت اغېزمن کړی دی.


نصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل د وسله والو مخالفینو له لوري د پکتیا په مرکز د لوې حملې په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته سوداګرو له ګردیز نه خپل مالونه ایستلي او خپل ګدامونه یې خالي کړي دي.


نوموړي زیاته کړه د سوداګرو دغه اقدام د پکتیا د خلکو په اقتصادي وضعیت ناوړه اغیز کړی.


ښاغلی عالمیار وايي اوس چې وضعیت یو څه د ډاډ وړ هم دی سوداګریزه راکړه ورکړه عادي حالت ته نه ده راغلې او په لوړه کچه سوداګرۍ نه ترسره کېږي.


 

Читайте на сайте