World News in Pashto

هيکرانو د برتانيې د هوايي شرکت پر معلوماتي سيستم حمله کړې

هيکرانو د برتانيې د هوايي شرکت بريټيش اېروېز پر معلوماتي سيستم حمله کړې او د ۳ لکو او ۸۰ زرو مشتريانو د بانکي کارتونو معلومات يې غلا کړي دي.


دغه هوایي شرکت نن د حملې په اړه اعلان وکړ.


حملې دوه اوونۍ دوام کړی او د پاسپورټونو او سفرونو معلومات له خطر سره نه دي مخ شوي.


د نامعلومو هکرانو دا حمله د اګست مياشتې په ۲۱ مه پيل شوي او د سپټمبر تر پنځمې يې دوام کړی.


بريټيش اېروېز خپلو مشتريانو ته ويلي چې له خپلو بانکونو سره په تماس کې شي.


د جرايمو پر وړاندې د برتانیې ملي ادارې ويلي چې دوی له دې پېښې خبر دي او په اړه يې اقدامات کوي.


 

Читайте на сайте