World News in Pashto

په جوزجان کې طالبانو په يوه حمله کې اته افغان امنیتي سرتېري وژلي

د جوزجان ولايت په مينګجيک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه حمله کې اته افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي.


د مينګجيک ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالعزيز ازادي راډيو ته وويل چې طالبانو پرون ماسختن په شيخراز کلي کې پر يوه پوسته حمله وکړه او اته افغان امنیتي سرتېري يې ووژل.


د ده په وینا، طالبانو وروسته دا پوسته ونيوله.


 

Читайте на сайте