World News in Pashto

د روسیې او سوریې الوتکو په ادلب کې یو ښار بمبار کړی

د روسیې او سوریې الوتکو د سوریې په ادلب ولایت کې د مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې پر یوه ښار سخت بمبار کړی دی.


د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، له هغې وروسته چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد پر ادلب د پوځي عملیاتو ګواښ کړی، دا هوايي بمبارۍ تر ټولو سخت بریدونه دي چې په دې ولایت کې ترسره کېږي.


دې ډلې ویلي چې د شنبې د ورځې په لومړیو درې ساعتونو کې نېږدې ۶۰ روسۍ الوتکو پر ادلب بمبارۍ کړې دي.


راپورونه وايي چې د سوریې د حکومت هليکوپټرو هم دغلته د خان شیخون د ښار په څنډو کې پر کورونو بیرلي بمونه غورځولي دي.


دا برید یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د ترکیې، روسیې او ایران ولسمشر په تهران کې په یوه غونډه کې پر ادلب د برید په مخنیوي کې یوې موافقې ته ونه رسېدل.


د جمعې په ورځ په ادلب کې زرګونو ولسي خلکو د څو ښارونو په لارو کوڅو کې پر دې ولایت د سوریې د حکومت د ممکنو عملیاتو پر ضد اعتراضونه وکړل.


 

Читайте на сайте