World News in Pashto

په پکتیا کې هوايي حملې د طالبانو د استخباراتو مسؤل وژلی

د پکتيا چارواکي وايي، د سوېل ختیځ زون لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو د مسؤل په ګډون د دغه ډلې اووه تنه مهم غړي ووژل شوي.


د پکتیا ولایت رسنیز دفتر نن پنجشنبه «وږې۲۲ مه» ازادي راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې د پکتيا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو سيمه کې د هوايي بريد په پایله کې د سوېل ختیځ زون لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسؤل زینت الله مشهور په فرهاد په ګډون د دغې ډلې اووه تنه مهم غړي وژل شوي دي. 


خبرپاڼه کاږي دغه بريد داسې مهال شوی چې یاد وسله وال ګروپ په یوه ډاټسن موټر کې د تروریستي فعالیت لپاره روان و.


په دغه بريد کې د ګل رحمان مشهور په انس، حبیب الله مشهور په ادریس او بحران په شمول د وسله والو مخالفينو مهم سرګروپان وژل شوي دي.


د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړوند رسنو ته څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте