World News in Pashto

د سوريې د دولت تر ولکې لاندې سيمو کې محلي انتخابات روان دي

د سوريې په هغو سيمو کې چې د دولت په کنټرول کې دي، نن خلک په محلي انتخاباتو کې خپلې رايې کاروي.


 


د رسنيو په حواله، دا په تېرو څه باندې شپږو کلونو کې اول وار دى، چې په دغو سيمو کې محلي انتخابات کېږي.


 


سانا خبري اژانس نن راپور ورکړى، د محلي شوراګانو د ١٨زره ٥٠٠ څوکيو د ګټلو لپاره شا و خوا ٤٠زره کسان مبارزه کوي.


 


د ټلويزيون په تصاويرو کې په پلازمېنه دمشق، دغه راز طرطوس، لاذقيه او ديرلزور ولايتونو کې د رايې ورکولو بهير ښيي.


 


د سوريې د محلي ادارې وزير حسين مخلوف له خپلو خلکو غوښتنه وکړه، چې په پراخه پيمانه په دغو انتخاباتو کې برخه واخلي او نړۍ ته ثابته کړي چې د ټروريزم په وړاندې يوموټي وو او يوموټي به وي.

Читайте на сайте