World News in Pashto

سوريه کې خلک په محلي انتخاباتو کې خپلې رأی کاروي

د سوريې په هغو سيمو کې چې د دولت په کنټرول کې دي، نن خلک په محلي انتخاباتو کې خپلې رأی کاروي.


د رسنيو په حواله، دا په تېرو څه باندې شپږو کلونو کې اول وار دى چې په دغو سيمو کې محلي انتخابات کېږي.


سانا خبري اژانس نن راپور ورکړى، د محلي شوراګانو د ١٨زره ٥٠٠ څوکيو د ګټلو لپاره شا و خوا ٤٠زره کسان مبارزه کوي.


د ټلوېزيون په تصاويرو کې په پلازمېنه دمشق، دغه راز طرطوس، لاذقيه او ديرلزور ولايتونو کې د رايې ورکولو بهير ښيي.


د سوريې د محلي ادارې وزير حسين مخلوف له خپلو خلکو غوښتنه وکړه چې په پراخه پيمانه په دغو انتخاباتو کې برخه واخلي او نړۍ ته ثابته کړي چې د ټروريزم په وړاندې يوموټي وو او يوموټي به وي.


 

Читайте на сайте