World News in Pashto

په ارزګان کې د هاوان مرمۍ لګېدو۵ماشومان وژلي

د ارزګان د ولایتي روغتون مسؤلین وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله ۵ ماشومان وژل شوي او ۲تنه ټپيان دي.


د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي ازادي راډيو ته وویل چې نن ماسپښین شااوخوا ۱ بجه د ترینکوټ ښار اړوند ابردي سیمي څخه ورته ۷ ماشومان راوړل شوي پنځو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ ټپيان دي.


په سیمه کې عیني شاهدانو او د وژل شو ماشومانو د کورنۍ غړو ازادي راډيو ته وویل چې د هاوان دغه مرمۍ د ملي اردو لخوا نن ماسپښین شااوخوا یوه بجه په کور کې ولګېد.


هڅه مو وکړه چې په دې اړه په ارزګان ولایت کې د ملي اردو د څلورمې لوا له مسؤلینو سره خبرې وکړو خو له پوره هڅو سره سره بیاهم بریالي نشوو.


د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.


 

Читайте на сайте