World News in Pashto

روسیه وايي طالبانو په مسکو ناسته کې ګډون ته چمتووالی ښودلی

د روسیې چارواکي وایي، طالبان چمتو دي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې اړوند جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.


دا خبره د د روسیې ریا نووستي خبري آژانس د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله کړې ده.


په همدې حال کې ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ مسکو ته سفر وکړي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د کنفرانس پر نېټې خبري وکړي.


ددغه پلاوي مشري د یاد وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه کوي.


وړاندې دغه کنفرانس د سپتمبر د ۴ نېټې لپاره په پآم کې نیول شوی وو.


 

Читайте на сайте