«م.م» کې د هند استازی: نړیواله ټولنه دې د طالبانو لویه مالي سرچینه وچه کړي
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هند استازی وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړيواله ټولنه د طالبانو د هغو پيسو لاره وتړي چې له نشه يي موادو څخه يې ترلاسه کوي.