World News in Pashto

بلخ کې د مارمل پوځي اډې مخته اعتراض کوونکي وايي پولیسو خواره کړي

د بلخ د مرکز مزار شريف د مارمل پوځي اډې مخې ته راټول شوي اعتراض کوونکي وايي، د بلخ پوليسو د زور په کارولو خواره واره کړي دي.


د افغانستان په شمال کې د جرمني ځواکونو د دې پوځي اډې د پخوانيو کارکوونکو او ترجمانانو د اعتراضونو مسوول جاوید سلطاني وايي، د مارمل پوځي اډې مخې ته يې اعتراضونه له دوو اوونيو راهيسې روان دي.


ښاغلى سلطاني وايي تېر ماښام يې د پوځي اډې دروازه بنده کړې وه، خو نن غرمه د بلخ پوليسو له زور څخه په استفاده دوى سره خواره کړي دي.


د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان درانى د دې پېښې په اړه بې خبرې ښيي.


د مارمل کمپ دغه پخواني کارکوونکي وايي د امنيتي ګواښونو له کبله يې ژوند په خطر کې دى او بايد جرمني ته يې د انتقال غوښتنه ومنل شي.

Читайте на сайте