"د پوليټييکل ايجنټ نوم بدل شو خو واک یې همغسې ډېر دی"
په پېښور هايي کورټ کې يو وکيل د رياست خلاف پيټیشن دایر کړی او غوښتنه یې کړې چې په خېبر پښتونخوا کې شاملو شوو قبايلي سيمو کې دې د ډپټي کمشنر چې پخوا پوليټيکل ايجنټ وو، واکونه محدود کړل شي. د هغه په وېنا د عهدې نوم بدل شو خو زور يې کم شوی نه دی.