World News in Pashto

ملي امنیت: په کابل کې د طالبانو ۹ مشکوک غړي نیول شوي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د کابل ښار په مختلفو برخو کې يې د طالبانو ۹ مشکوک غړي نیولي دي.


د ملي امنیت په اعلامیه کې نن چهارشنبه راغلي دي چې نیول شوي کسان په کابل او نورو ولایتونو کې د بم ایښودلو، کمین نیولو او ترورېستي ډلو ته د امنیتي ځواکونو د نقل او حرکت په اړه د معلوماتو په ورکولو تورن دي.


د اعلاميي له مخې، دا کسان د ملي امنیت د ځانګړو قطعاتو په عملیاتو کې نیول شوي دي.


 


 

Читайте на сайте