World News in Pashto

ایران په سوریه کې پر سخت دریځو وسله والو بالسټیک توغندي ویشتي

ایراني دولتي رسنۍ وایي چې ایران په سوریه کې پر هغو سخت دریځو وسله والو چې په ایران کې د وروستۍ حملې مسوول بلل شوي، څو بالسټیک توغندي ویشتي دي.


په اهواز کې د سېپټمبر په ۲۲مه پر پوځي پریډ د حملې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان شوي وو.


د ایران د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې د ایراني میزائیلو په دې حمله کې چې د سوریې په ختیځ د البو کمال په سیمه کې یو کمپ په نښه شوی و، یو شمېر سخت دریځي وژل شوي دي.


تهران ایراني عرب بیلتون غوښتونکي د اهواز د حملې مسوول بللي، خو د اسلامي دولت ډلې یا داعش یې هم مسوولیت په غاړه اخېستی دی.


د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک رسمي ویب‌پاڼې نن دوشنبه خبر ورکړ چې په دې حمله کې د هغو کسانو مقر په نښه شوی و چې د اهواز د ترورستي جنایت مسوول دي.

Читайте на сайте