World News in Pashto

دُرانی: په کندهار کې جګړې ۱۳ وسله وال او پنځه پوليس وژلي

په کندهار کې د وسله‌والې جګړې په نتيجه کې ۱۳ وسله وال او پنځه پوليس وژل شوي دي.


چارواکي وايي، جګړه وروسته له هغې پيل شوه چې وسله والو تېره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په جهانګيري سیمه ډله ييز بريدونه وکړل.


د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دُرانی وايي، په سيمه کې له نورو ځايونو مرستندوى ځواکونه ورسېدل:


"د سهار تر څلورو بجو وتوانېدل ١٨ وسله وال ټپيان او ١٣ ووژني، په متقابل کې بريد کې ٣ سرحدي پوليس او ٢ ملي پوليس شهيدان شوي دي."


دُراني وویل چې وسله والو نن سهار خپل مړي او ټپيان د ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښې ها غاړې ته اړولي دي.


طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


 

Читайте на сайте