World News in Pashto

چارواکي: د فارياب-جوزجان د لارې ٦٠ کېلو متره برخه تصفيه شوه

د فارياب ولايت چارواکي وايي، افغان قواوو د قاطع ملاتړ مأموريت په همکارۍ د فارياب-جوزجان د لارې ٦٠ کېلو متره برخه له وسله‌والو طالبانو تصفيه کړه.


د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند کريم يورش پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل:


"دوى اوس په دولت‌اباد او شيرين تګاب ولسواليو کې دي، د لويې لارې په تصفيه او پرانیستلو بوخت دي. د دښمن پر مرکزونو په هوايي حملو مصروف دي."


د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، دغه بهرني ځواکونه د افغان پوځيانو د ملاتړ لپاره له بلخ ولايت څخه ورغلي دي.


د ده په خبره تر پرون پورې د تصفيې په عملياتو کې ١٧ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


وسله‌والو طالبانو بيا د ٨ سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

Читайте на сайте