World News in Pashto

دُرانی: په کندهار کې جګړې ۱۳ وسله‌وال او پنځه پوليس وژلي

په کندهار کې د وسله‌والې جګړې په نتيجه کې ۱۳ وسله‌وال او پنځه پوليس وژل شوي دي.


چارواکي وايي، جګړه وروسته له هغې پيل شوه چې وسله‌والو تېره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په جهانګيري سیمه ډله‌ييز بريدونه وکړل.


د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دُرانی وايي، په سيمه کې له نورو ځايونو مرستندوىه ځواکونه ورسېدل.


دی زیاتوي:


"د سهار تر څلورو بجو وتوانېدل ١٨ وسله‌وال ټپيان او ١٣ ووژني، په متقابل بريد کې ٣ سرحدي پوليس او ٢ ملي پوليس شهيدان شوي دي."


دُراني وویل چې وسله‌والو نن سهار خپل مړي او ټپيان د ‌‌‌‌‌‌ډيورند کرښې ها غاړې ته اړولي دي.


طالب وسله‌والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

Читайте на сайте