پاکستان له دوشنبې په جلال اباد کې خپله کونسلګري بیا پرانیزي
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د اکتوبر په اوومه پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل، د افغان چارواکو تر ډاډګېرنې وروسته یې د دې اقدام پرېکړه کړې او د دوشنبې پر ورځ خلک کولای شي چې د ویزو لپاره کونسلګرۍ ته ورشي.