World News in Pashto

چین: له پخواني چینايي مشر "مینګ" څخه د جرمونو په خاطر تحقیقات کېږي

د چین حکومت تأیید کړې چې د انټرپول پولیسو د پخواني چینايي مشر مینګ هانګ وای څخه د بډو اخیستو او نورو نامعلومو جرمونو په خاطر تحقیقات کېږي.


د چین د عامه امنیت وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، له مینګ هانګ وای د رشوت د اخیستو او ورکولو او له قانونه د نورو مشکوکو سرغړاویو په خاطر تحقیقات ډېر په وخت او په بشپړه توګه سم ترسره کېږي.


د مینګ د تري تم کېدو په اړه وروسته له هغې چې د فرانسې له لیون ښار څخه یې د سپټمبر په ۲۵ مه چین ته سفر کاوه، راپورونه ورکړل شول.


په لیون ښار کې د انټرپول یا نړیوالو پولیسو مرکزي دفتر دی.


د مینګ د ځای ځایګي په اړه له څو ورځو اوازو وروسته د یکشنبې په ورځ د چین د فساد ضد ادارې په یوې انلاین خبرپاڼې کې وویل:


”نوموړی دا مهال له قانونه د سرغړاویو په خاطر تر تحقیقاتو لاندې دی.“ 


د همدې ورځې په ناوخته انټرپول پولیسو وویل چې مینګ خپله استعفا سپارلې چې سمدستي عملي ده، خو نور جزیات یې نه وو ورکړي.


 

Читайте на сайте