World News in Pashto

په اقتصادي علومو کې د نوبل د نړیوالې جایزې ګټونکي به نن اعلان شي

په اقتصادي علومو کې د نوبل د نړیوالې جایزې ګټونکي به نن اعلان شي.


دا به په بېلابېلو برخو کې د نوبل د سږنیو جایزو وروستۍ هغه وي چې اعلانېږي.


ټاکل شوې چې د سویډن د علومو شاهي اکاډمي به نن دوشنبه د افغانستان په وخت ماسپښین له درې بجو وروسته په اقتصادي برخه کې د نوبل ګټونکي اعلان کړي.


د نوبل د اقتصادي جایزې ګټونکي ته به ۹ میليونه سویډني کرونه چې یو میليون ډالر کېږي، ورکول شي.


دا په نورو برخو کې لکه طبابت، فزیک، کيمیا او سوله کې د نوبل د جایزو سره یو برابر پیسې دي.


په نورو برخو کې د سږ کال د نوبل جایزې ګټونکي یوه اوونۍ مخکې اعلان شوي دي.


 

Читайте на сайте