World News in Pashto

د پاکستان ستره محکمه د اسیه بي بي د استېناف پر غوښتنه غور کوي

د پاکستان ستره محکمه د هغې عیسوۍ ښځې د استېناف پر غوښتنه غور کوي چې مقدساتو ته د سپکاوي په جرم په اعدام محکومه شوې ده.


د پاکستاني مطبوعاتو په وینا، دا به د سترې محکمې له‌خوا د دې قضیې په اړه وروستۍ بیا کتنه وي.


د پاکستان د سترې محکمې درېيو قاضیانو نن دوشنبه د اسیه بي بي په نوم د دې ښځې د مدافع وکیل څرګندونې واورېدې.


نوموړې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په اعدام محکومه شوې ده.


د اسیه بي بي مدافع وکیل د هغو کسانو د څرګندونو په اړه شکونه راپورته کړل چې دا مېرمن‌یې مقدساتو ته په سپکاوي تورنه کړې ده.


اسیه بي بي چې د څلورو ماشومانو مور ده، پرې لګېدلي تورونه رد کړي.


نوموړې لومړنۍ ښځه ده چې په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي تر قانون لاندې په اعدام محکومېږي.


د اسیه بي بي مدافع وکیل سیف‌الملوک ویلي چې د عدالت تأمین ته هیله‌من دی.


د سترې محکمې قضايي هیئت نه‌دي ويلي چې کله به د اسیه بي بي د قضیې په اړه وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

Читайте на сайте