چارواکي: په جوزجان کې ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي
د جوزجان د قوش تپې ولسوالۍ مرکز ته نږدې پر یو شمېر حکومتي پوستو د طالبانو په ډلهییزه حمله کې لږ تر لږه ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي او لس تنه نور ټپیان دي.
دا خبره د جوزجان د امنیت امر کمالالدین یاور ازادي راډیو ته تأیید کړه او ویېویل چې په سقوط شویو پوستو کې د ملي اردو یوه پوسته هم شامله ده.
ښاغلي یاور وویل چې د سقوط شویو پوستو د بېرته نیولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
ده زیاته کړه:
"وضعيت د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی، موږ له مرکزه کمکي ځواکونه هم غوښتي او هغوی هم زموږ غوښتنه منلې، ډېر ژر به کمانډو ځواکونه سیمې ته ورسېږي او د اندېښنې وړ څه نهشته."
نوموړي وویل چې په جګړه کې وسلهوالو طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.
خپله وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.