World News in Pashto

پاکستان ګلالۍ اسماعیل تر نهه ساعته توقیفه وروسته خوشې کړه

پاکستان په دغه هېواد کې د ښځو چارو او د پښتنو د حقونو یوه مخکښه فعاله تر نهه ساعته توقیف وروسته خوشې کړه.


ګلالۍ اسماعیل د اکتوبر په ۱۲مه له بریتانیا څخه اسلام اباد ته له رسېدو سره سم ونیول شوه.


دې اقدام په پاکستان کې د بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه را وپارول او امنسټي انټرنشنل یا د بښني نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستانه د مېرمن اسماعیل د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.


فعالان وایي، د پاکستان فدرال تحقیقاتي ادارې دغه مېرمن خوشې کړه، خو د سفر اسناد یې ترې ګرځولي دي.


ګلالۍ اسماعیل د توقیف پر مهال غږیز پیغامونه ثبت کړي او ویلي یې وو چې په اګست میاشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مهال د خبرو له کبله نیول شوې ده.


مېرمن ګلالۍ پر قبایلي سیمو د پاکستان د پوځي عملیاتو په اعتراض له دغه غورځنګ سره یوځای شوې وه.


د بشري حقونو فعالان دا په پاکستان کې د بیان پر ازادۍ یو برید ګڼي او وایي چې لاهم نور نهه تنه فعالان په همدې تور په توقیف کې دي.


 

Читайте на сайте