World News in Pashto

د کرکټ په غوره لیګ کې نن کابل، کندهار، بلخ او ننګرهار سیالي کوي

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن د کابل ځوانانو لوبډله د کندهار نایټس او د بلخ لیجنډز لوبډله بیا د ننګرهار ليپرډز په وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.


د دې سیالیو د لومړي پړاو لوبې د پنچشنبې په ورځ پای ته رسېږي او د جمعې په ورځ به يې لومړۍ نیمه پایلوبه وي.


تر دې مهاله د پنځو لوبډلو له ډلې يوازې د بلخ لیجنډز لوبډله توانېدلې چې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي او پاتې درې نورې لوبډلې به د پنچشنې په ورځ معلومې شي.


د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالۍ د اکتوبر په پنځمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د يکشنبې په ورځ ترسره شي.

Читайте на сайте