World News in Pashto

د عمان په مرکز مسقط کې د هاکي چمپینز ټرافۍ سیالۍ پيلېږي

ټاکل شوې سبا پنجشبه د عمان په مرکز مسقط کې د هاکي چمپینز ټرافۍ سیالۍ پيل شي.


د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره کېږي چې لومړۍ لوبه به د جاپان او مالیزیا ترمنځ او دوهمه لوبه به د هندوستان او کوربه عمان ترمنځ وشي.


په دغو سیالیو کې د شپږو هېوادونو مالیزیا، جنوبي کوریا، جاپان، هندوستان، پاکستان او عمان لوبډلې شاملې دي.


هندوستان به په دغو سیالیو کې له خپلې اتلولۍ نه دفاع کوي.


دغه سیالۍ به د اکتوبر په ۲۸ نېټه پای ته ورسېږي.

Читайте на сайте