World News in Pashto

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي معین له خپلې دندې استعفا وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت خلیل کرزي له خپلې دندې استعفا وکړه.


ښاغلي کرزي ولسمشر ته په خپله استعفا لیک کې ویلي چي ترجیح ورکوي د خپلو خلکو ترڅنګ ووسېږي او دا چې په ملي وحدت حکومت کې د موجودو اختلافاتو له کبله استعفا کوي.


د حکمت خلیل کرزي په خبره دغو د نظر اختلافونو د ده لپاره کاري فضا محدوده کړې او د افغانستان د خلکو د لومړنیو حقونو د دفاع په برخه کې یې د ده د کار پر دوام منفي اغېز کړی دی.


په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم د ورته دلایلو له کبله له خپلې دندې استعفا کړې وه.


 

Читайте на сайте