World News in Pashto

افغان انتخابات: نن په څه باندې ٢٥٠ مرکزونو کې رأيه اچونه روانه ده

په افغانستان کې د ولسي جرګې د پرونيو انتخاباتو په دوام نن د ٢٢ ولايتونو په څه باندې ٢٥٠ مرکزونو کې رايه اچونه روانه ده.


دا هغه مرکزونه دي چې خلک نه وو توانېدلي د ولسي جرګې په پرونيو انتخاباتو کې رأيه ورکړي.


د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن ازادي راډيو ته وويل:


"زه هيله مند يم چې نن تر پايه پورې هغه کسان چې پرون په ټاکنو کې له ګډونه بې برخې پاتې وو، وکړاى شي خپلې رأيې وکاروي."


د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، پرون خلکو د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په ٤٥٠٠ مرکزونو کې رأی ورکړي.


د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډيو ته وويل، دوى اټکل کوي، ښايي تر پنځو میليونو پورې کسانو په انتخاباتو کې خپلې رأی کارولي وي.

Читайте на сайте