مولانا فضل الرحمان: اسیه بي بي د نړیوال فشار له کبله خوشې شوه
د مذهبي ګوندونو اتحاد - متحده مجلس عمل - ویلي دوي د اسیه بي بي خوشي کول نه مني. یاد اتحاد د اسیه بي بي د خوشي کېدو پرېکړې پرضد د پنجشنبې په مازیګر په کراچۍ کې د میلیون مارچ په نامه غوڼده رابللې وه چې په زرګونه کسانو پکې ګډون کړی وو.