World News in Pashto

چارواکي: د کابل په انتحاري حمله کې د وژل شویو شمېر ۵۰ ته رسېدلی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۵۰ او د ټپیانو شمېر ۸۳ ته رسېدلی دی.


دا خبره د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي نن سهار ازادي راډيو ته وکړه.


کومې ډلې د کابل د پروني برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.


د میلاد نبي په مناسبت د دیني عالمانو په غونډې ځانمرګی برید ګڼو نړیوالو ادارو، افغان او بهرنیو چارواکو او عامو خلکو غندلی دی.

Читайте на сайте