ارزګان کې معلولینو د جنګ پر ښکیلو خوا د سولې غږ کړی
ارزګان ولایت کې معلولینو د جنګ پر ښکیلو خوا د سولې غږ کړی، دغه معلولین چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېده، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې سره راغونډ شوي وو او ویل یې چې نور له جګړې تر پوزې راغلي او زغم يې نهلري.