World News in Pashto

فرانسې له ټرمپه غوښتي چې د فرانسې په چارو کې دې مداخله نه کوي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له ولسمشره غوښتي دي چې د فرانسې په کورنیو چارو کې دې مداخله نه کوي.


ژان لودریان وروسته تر هغې دا غوښتنه وکړه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د شنبې په ورځ د پاریس د روانو مظاهرو په اړه پر له پسې ټوېټونه وکړل او د پاریس د اقلیم پر نړیوال تړون يې انتقاد وکړ.


ولسمشر ټرمپ د پاریس مظاهرو ته په اشارې په خپل ټوېټ کې ویلي:


"په پاریس کې سخته ورځ او شپه ده، کېدای شي چې د دې وخت وي چې د اقلیم د خندا وړ او پر مصرفه موافقه پایته ورسول شي او د مالیو د کمولو له لارې خلکو ته بېرته پیسې ورکړل شي.


د فرانسې یو شمېر سیاسي ګوندونو او شخصیتونو هم د ډونالد ټرمپ پر دې خبرو سخت انتقادونه کړي.


بل لور ته په پاریس کې زرګونه بلوا ضد پولیس د مظاهره چیانو پر وړاندې چې د تېلو د مالیو د لوړېدو په اعتراض کې راوتلي، تصفیوي عملیات مخته وړي.


 

Читайте на сайте