World News in Pashto

په ارمنستان کې نن پارلماني ټاکنې کېږي

د ارمنستان خلک نن د خپل هېواد د پارلمان د نویو غړو د ټاکلو لپاره رأیې ورکوي.


په ارمنستان کې نهه میاشتې وړاندې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم پر ضد سلګونه زره کسانو مظاهرې پیل کړې چې په نتیجه کې يې سرژ سرکیسیان له واکه لېرې شو.


وروستۍ نظر پوښتنې ښيی چې د سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان په مشرۍ ائتلاف به د نننیو انتخاباتو ګټونکی وي.


پاشینیان چې د فساد پر ضد مخکښ خبریال بلل کېده، د پخواني صدراعظم پرضد د مظاهرو مشري یې کوله.


نوموړي د ارمنستان د سیاسي بحران د حل په هدف له وخته مخکې پارلماني انتخابات راوبلل، خو ویلي يې دي چې تر هغې به د سرپرست صدراعظم په توګه کار ته دوام ورکړي چې خلک نوی صدراعظم وټاکي.

Читайте на сайте