World News in Pashto

په ایران کې وحید صیادي تر غذايي اعتصاب وروسته مړ شو

په ایران کې یو سیاسي فعال، وحید صیادي ناصري په زندان کې تر ۵۰ ورځو غذايي اعتصاب وروسته مړ شو.


د هغه کورنۍ د ازادي راډیو د ایران برخې ، راډیو فردا ته نن، پنجشنبه  دا خبر ورکړی دی.


د وحید صیادي ناصري خور ویلي چې چارواکو هغوی ته خبر ورکړ چې ورور یې پرون، د قُم ښار په یوه زندان کې مړ شوی دی.


وحید صیادی ناصري په ایران کې له پېژندل شوو سیاسي فعالانو و.


هغه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ټولنیزو رسنیو پر شبکو د ځینې پیغامونو د خپرولو په تور ونیول شو.


پرهغه تور لګېدلی و چې د ایران ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه اي ته یې سپکاوي او د دولت پرضد پروپاګند کړی او په ۸ کاله زندان محکوم شو.

Читайте на сайте