World News in Pashto

قریشي: پاکستان به تل د افغانستان د سولې لپاره کار کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، موږ د دې ستاینه کوو چې نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د پاکستان تعهد مني.


قریشي نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه پر ټویټر لیکلي: پاکستان به تل د افغانستان د سولې او ګټور ګاونډیتوب لپاره کار کوي.




شاه محمود قریشي د افغانستان، چین او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره تېره اوونۍ کابل ته تللی و.


د پاکستان یو پلاوي به د افغانستان د سولې په اړه په متحده عربي اماراتو کې هم په روانو خبرو او کتنو کې برخه لري.


خو دا نه‌ده څرګنده شوې چې له پاکستانه څوک د خبرو لپاره ابوظبي ته تللي دي.

Читайте на сайте