World News in Pashto

د قزاقستان یو فلم «Ayka» د اسکار جایزې ته کاندید شو

د قزاقستان یو فلم «Ayka» د غوره بهرنیو فلمونو په برخه کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د اسکار جایزې ته کاندید شو.


د اسکار جایزې ته د کاندیدو فلمونو لېست پرون دوشنبه د ډسمبر ۱۷مه، خپور شو.


د قزاقستان فلم جوړوونکي، سرګي دواسیوي د یوې مجردې مور پر ستونزمن ژوند فلم جوړ کړی چې د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته له قزاقستانه مسکو ته ځي او د کار لټه کوي.


سږ کال له:



کُلمبیا «Birds of Passage». ډنمارک «The Guilty». جرمني «Never Look Away» . جاپان « Shoplifters». مکسیکو «Roma». پولنډ «Cold War» او له جنوبي کوریا «Burning» د غوره بهرنیو فلمونو جایزې ته کاندید شوي دي.

Читайте на сайте