World News in Pashto

په روسیه کې «لیو پونوماریوف» تر ۱۶ ورځې زندان وروسته خوشې شو

په روسیه کې د بشري حقونو پېژندل شوې مدافع لیو پونوماریوف تر ۱۶ ورځې زندان وروسته خوشې شو.


لیو پونوماریوف په روسیه کې د سیاسي او مدني فعالانو د نیول کېدو پر ضد د انټرنټ له لارې یو اعتراضي حرکت پېل کړی و.


د مسکو په یوه توقیف ځای کې چارواکو نن د ډسمبر۲۱مه ، رسنیو ته د هغه د خوشې کېدو خبر ورکړ.


هغه په روسیه کې د بشري حقونو لپاره په نوم د یوې ادارې مشر او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سیاستونو له پېژندل شویو مخالفانو دی.


پونوماریوف د ډسمبر په پينځمه نېټه د روسیې یوې محکمې په مکرر ډول د غونډو او مظاهرو پر قانون د تیري په جرم په ۲۵ ورځې زندان محکوم کړ.


خو د مسکو ښاري محکمې وروسته د هغه د زندان موده ۱۶ ورځو ته را کمه کړه.


د پونوماریوف زنداني کېدو په روسیه کې ډېر خلک په قهر کړي وو.


 

Читайте на сайте