غوثي: په هرات کې د کورني تولید په اړه د ولسمشر ژمنه په عملي کېدو ده
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د کورنیو تولیداتو په تړاو د افغان ولسمشر ژمنه د عملي کېدو په حال کې ده.
د دغې خونې مرستیال توریالي غوثي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دغو کړنو په لړ کې یې تازه د ښار جوړونې وزارت له لوري ۲۰ زره ټنه ګول سیخونه اخیستي دي.
نوموړي وویل، ټول وزارتونه کورني او بهرني ادارې خپل د اړتیا وړ توکي له کورنيو تولیدانو اخلي.
ښاغلی غوثي وايي، که چېرې وزارتونه له کورنيو تولیداتو ګټه واخلي، په کور دننه به ډېرې فابریکې جوړې او ډېرو خلکو ته به کاري زمینې برابرې شي.