World News in Pashto

مسؤلین: د خوست شیخ زاید پوهنتون سږ کال نېږدې ١٧٠٠ فارغان ورکړل

د خوست د شیخ زاید پوهنتون چارواکي وايي چې سږ کال يې نېږدې ١٧٠٠ فارغان ورکړي دي.


د دغه پوهنتون سرپرست رئيس پوهندوی عبدالخلیل افغاني نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل:


"سږ کال شیخ زاید پوهنتون ۱۶۹۷ تنه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، له دې ډلې یې ۵۴ ښځینه فارغانې دي."


د شيخ زايد پوهنتون سرپرست رئيس وايي، دغه شمېر محصلان د کرنې، طب، انجنيرۍ، ښوونې او روزنې، شرعیاتو، حقوقو، اقتصاد، ژبو او ادبیاتو، ټولنیزو علومو، کمپیوټر ساینس او وترنرۍ له پوهنځيو فارغ شوي دي.


ښاغلی افغاني وايي، د زده کړو او تحصیل پر مهال دوی یو شمېر محصلان د عملي زده کړو لپاره ځینو حکومتي ادارو ته معرفي کړي چې په دې کار سره په حکومتي ادارو کې د هغوی د جذب امکانات زیات شوي دي.

Читайте на сайте