"پخوانۍ فاټا لا هم له بنیادي سهولتونو محرومه ده"
د قبایلي ضلعو د بېلا بېلو اتحادیو مشران وايي، د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د قبایلي سېمو د انضمام په عمل کې ډېر کم پرمختګ کړی او تر اوسه یې دغو سېمو ته د بنیادي سهولتونو په رسولو کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.