World News in Pashto

یو ایراني الاصل پروفیسور له زندانه تر خوشې کېدو وروسته لندن ته ورسېد

یو ایراني الاصل پروفیسور عباس عدالت په ایران کې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته نن لندن ته ورسېد.


نوموړی په تېره اپرېل میاشت کې د ایران د حکومت ضد په یوې نفوذي شبکه کې د غړیتوب په تور زنداني شوی و.


تر دې مخکې د ایران یوې خبري رسنۍ ویلي وو چې عباس عدالت چې د لندن په امپیریال پوهنځي کې د کمپیوټر ساینس او ریاضیاتو پروفیسور دی، د هغو بریتانوي جاسوسانو له ډلې څخه دی چې په ایران کې نیول کېږي.


په ایران کې د زنداني نورو دوه تابعیته اشخاصو په ډله کې ایراني الاصله مرستندویه کارکوونکې نازنین زغاري هم ده چې د دسیسې جوړولو په تور په پنځه کاله بند محکومه شوې ده.


 

Читайте на сайте