World News in Pashto

شاه محمود قریشي له خپل روسي سیال سره د افغانستان په اړه غږېدلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د ډسمبر په ۲۶مه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د افغانستان د سولې او روغې جوړې پر پروسه خبرې کړې دي.


دا خبر د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل پر ټویټر خپور کړی دی.


شاه محمود قریشي تر دې مخکې افغانستان، ایران او چین ته هم تللی و.


مسکو ته د هغه سفر د دې سیمه‌يیزې دورې وروستۍ برخه ده.


د روسیې خبري اژانس انټرفکس ویلي چې سرګي لاوروف او شاه محمود قریشي د افغانستان لپاره د مسکو فورمټ غونډه ډېره مهمه بللې ده.


لاوروف ویلي:


"موږ هڅه کوو چې پر هېڅ لوري هېڅ خبره تحمیل نه‌کړو، خو زه فکر کوم چې روسیې، پاکستان او د مسکو فورمټ نورو غړو یو مناسب چوکاټ پيدا کړی چې افغانان هم په‌کې راحت دي."

Читайте на сайте