په چین کې د یوه پېژندل شوي وکیل محاکمه پیل شوه
په چین کې د وانګ ګوانګژانګ په نوم د یوه پېژندل شوي وکیل محاکمه نن د ډېسمبر په ۲۶مه تر شدیدو امنیتي ترتیباتو لاندې پیل شوه.
هغه درې کاله مخکې په چین کې د بشري حقونو پر مدافعانو د حکومت د کنټرول د کړۍ له تنګېدو سره سم ونیول شو.
د وانګ د محاکمې غونډه د چین د شمالي ښار تیانجین د ښاروالۍ په تالاره کې وه.
رپوټونه وايي چې په ملکي جامو کې امنیتي کسان د دې سیمې شااوخوا ته ځای پر ځای شوي وو.
وانګ ګوانګژانګ ۴۲ کلن دی.
پر هغه د حکومت د تخریب تور لګېدلی چې لږترلږه سزا يې عمري بند دی.
هغه په ۲۰۰ وکیلانو او قانونپوهانو کې و چې د چین حکومت په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ونیول.