World News in Pashto

د روسیې په خبروفسک ښار کې چاودنې کې یو تن وژلی

د روسیې رسنۍ وايي چې د هغه هېواد په لېرې ختیځ کې د لاسي بم په چاودنه کې یو وګړی وژل شوی او درې تنه زخمیان شوي دي. 


د خبروفسک ښار چارواکو ویلي چې مشکوک وګړي په یوه دفتر کې غلا کوله او لاسي بم چې ورسره و، انفجار کړی دی.


په خپله مشکوک د پېښې په ځای کې وژل شوی او زخمیان روغتون ته لېږدول شوي دي.


په زخمیانو کې دوه ښځې دي. 

Читайте на сайте