World News in Pashto

پوتین وایي، مسکو له واشنګټن سره خبرو اترو ته چمتو دی

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین وایي، مسکو له واشنګټن سره خبرو اترو ته چمتو دی.


پوتین دغه وړاندیز په هغه لیک کې کړی چې د نوي کال په مناسبت یې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته استولی دی.


په دغه لیک کې چې جزیات یې کرملین نن په ډاګه کړي، پوتین په دې ټینګار کړی چې د متحدو ایالتونو او روسیې اړیکې د نړیوال امنیت او ستراتیژیک ثبات لپاره تر ټولو مهم عنصر ګڼل کېږي.


د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین تأیید کړې چې مسکو دې ته تیار دی چې له واشنګټن سره د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړي.


د سوریې او د اوکراین په ختیځ کې په جګړو کې د روسیې د رول په ګډون د یو لړ مسایلو له امله د واشنګټن او مسکو اړیکې خرابې شوې دي.


په پام کې وه چې پوتین او ټرمپ د نومبر د میاشتې په وروستیو کې په ارجنټاین کې د جي شلو هېوادونو د سرمشریزې په څنګ کې سره وګوري، خو ټرمپ هغه ناببره لغوه کړه. 


 

Читайте на сайте