World News in Pashto

نتانیاهو: اسرائیل په سوریه کې د ایران د وسلو پر زېرمو برید کړی

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وایي چې د اسرائیل پوځ وړمه ورځ په سوریه کې د ایران د وسلو پر زېرمو هوایي برید وکړ.


د هغه د دفتر له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نتانیاهو نن د کابینې غونډې ته وویل چې هوایي ځواکونو ۳۶ ساعته مخکې د دمشق په هوایي ډګر کې د ایران د وسلو او تجهیزاتو ډیپوګانې په نښه کړې وې. 


نتانیاهو وویل، دغه وروستي بریدونه د دې ښکارندویي کوي چې موږ له پخوا زیات په سوریه کې د ایران د کړو وړو په وړاندې هغسې چې ژمنه مو کړې، ډېر قاطع یوو.


په سوریه کې د اسرائیل د ښکېلتیا په اړه د نتانیاهو دغه څرګندونې په عام محضر کې ډېره سابقه نه لري.


د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې د اسرائیل جنګي الوتکو د جمعې په ورځ د دمشق پر هوایي ډګر څو میزائیل توغولي چې د سوریې د هوایي مدافع ځواکونو له خوا یې ډېر را وغورځول شول.


د سوریې د صنعا خبري اژانس ویلي چې یو میزائیل د دمشق په هوایي ډګر کې د وسلو پر یوې ډیپو لګېدلی دی.


 

Читайте на сайте