World News in Pashto

ټرمپ: خپل د هوايي مدافعې سیسټم به په نوې ټکنالوژي سمبال کړو

ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون اعلان وکړ چې امریکا به د فضا په ګډون خپل د هوايي مدافعې سیسټم په نوې ټکنالوژي سمبال کړي او پر خپلو سیالانو- روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا د برلاسه کېدو کار ته به دوام ورکړي.


د ټرمپ څرګندونې د امریکا د هوايي مدافعې د سیسټم د څېړنې د نتایجو یوه برخه وه چې له ۲۰۱۰ میلادي کال په را وروسته موده کې د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي.


هغه د دې څېړنې نتایج پرون په پنټاګون کې په یوه غونډه کې اعلان کړل.


ټرمپ وویل، د امریکا یو ساده هدف دا دی چې باید د خپل قلمرو پر لور د هر ویشتل شوي توغندي د کشف او له منځه وړلو وړتیا ولري.


هغه زیاته کړه چې د توغندیو ضد دفاعي سیسټم پراخېدل به د متحدایالاتو له خوندیتوب سره مرسته وکړي.


د هوايي مدافعې دا سیسټم د ستورو د جګړې په نوم هغې طرحې ته ورته دی چې د امریکا پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په نولس سوه اتیایمو کلونو کې وړاندې کړې وه.


 

Читайте на сайте